د بامیان ولایت یو شمېر کروندګرو د آوا له خبریال سره په مرکه کې په دغه ولایت کې د غنمو د حاصلاتو د کمښت خبر ورکړ او ویې ویل چې د دې کمښت لامل د نباتاتو ناروغۍ دي.
په بامیان کې د نباتاتو د ناروغیو له امله د غنمو د حاصلاتو کمښت
30 اسد 1403 ساعت 14:39
د بامیان ولایت یو شمېر کروندګرو د آوا له خبریال سره په مرکه کې په دغه ولایت کې د غنمو د حاصلاتو د کمښت خبر ورکړ او ویې ویل چې د دې کمښت لامل د نباتاتو ناروغۍ دي.
آوا - بامیان: سږ کال په بامیان ولایت کې د غنمو حاصلات د تیر کال په پرتله کم شوي دي.
د باميانو د مرکز يو تن بزګر محرم علي د آوا خبريال ته وويل چې د تېر کال په پرتله سږ کال د غنمو حاصلات کم شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې ولايت کې د باميانو د غنمو کروندې د "ريډ فلش" په نوم د نبات په ناروغۍ اخته شوي او په حاصلاتو يې منفي اغېز کړى دى.
هغه وويل، چې د دې ناروغۍ لامل د پسرلي او دوبي د مياشتو په پاى کې د وريځو راڅرګندېدل دي، کله چې د پسرلي په پاى او د دوبي په درېيو مياشتو کې هوا وچه شي، په کرنه او په ځانګړې توګه د غنمو په حاصلاتو منفي اغېز کوي.
دغه بزګر اندېښنه وښوده او زياته يې کړه، چې د دې غنمو تخم به د راتلونکي کال لپاره چمتو نه شي، ځکه چې د ټوکېدو توان نه لري.
د باميانو يو بل کروندګر سيد جواد د آوا خبريال ته وويل چې د "سرخ" آفت يا د هوا خرابوالی د دې لامل شوی چې د غنمو په غوږونو کې دننه ډېر کم دانې وي او يا هم په غوږونو کې د غنمو دانه شتون نه لري.
د نوموړي د څرګندونو پر بنسټ، د سږني کال د غنمو له اوړو څخه ښه او با کيفيته ډوډۍ نه شي جوړېدلى، ځکه دغه غنم خالي دانې لري او بې کيفيته ډوډۍ له غنمو پرته نه شي ترلاسه کولى.
د باميانو ولايت يو تن بزګر حضرت الله د آوا له خبريال سره په مرکه کې وويل چې په تېرو کلونو کې د پسرلي غنم کله کله د "سرخ" په ناروغۍ اخته کېدل او ژمني غنم په هيڅ ډول له دې ناروغۍ نه ځورېدل، خو سږ کال د غنمو ټول حاصلات له منځه تللي دي.
د مطلب کود: 295606