د اندونیزیا او استرالیا دواړو هېوادونو نن (سه شنبه، د اسد ۳۰) د دفاعي تړون د لاسلیکولو هوکړه وکړه.
اندونیزیا او استرالیا موافقه وکړه چې یو دفاعي تړون لاسلیک کړي
30 اسد 1403 ساعت 11:55
د اندونیزیا او استرالیا دواړو هېوادونو نن (سه شنبه، د اسد ۳۰) د دفاعي تړون د لاسلیکولو هوکړه وکړه.
آوا: د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي د اندونیزیا له دفاع وزیر او منتخب ولسمشر پروبو سوبیانتو سره په ګډه خبري ناسته کې د استرالیا او اندونیزیا ترمنځ ګډ دفاعي تړون ته په اشارې سره وویل چې دغه هوکړه لیک د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د همکارۍ د زمینې برابرولو لپاره دی.
د دې هوکړې له مخې د دواړو هېوادونو ګډ تمرینونه او پوځي عملیات ممکن دي. تمه کیږي چې د کینبرا او نوسانتارا ترمنځ دفاعي تړون په راتلونکو ورځو کې په رسمي توګه لاسلیک شي.
استرالیا او اندونیزیا دواړه هیوادونه د نړۍ تر ټولو اوږده د اوبو پوله له یو بل سره شریکوي او دې کار د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري زیاته کړې ده. د اندونیزیا منتخب ولسمشر هم له استرالیا سره د کرنې، خوراکي خوندیتوب او د مخدره موادو د نړیوال قاچاق سره د مبارزې په برخو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه. سوبیانتو دا مهال د دغه هیواد په پلازمینه کینبرا کې دی چې د استرالیا له چارواکو سره وګوري.
په وروستیو کلونو کې استرالیا د امریکا او انګلستان په ګډون له هېوادونو سره ګډ دفاعي تړونونه لاسلیک کړي دي. په دې وروستیو کې د استرالیا چارواکو اعلان وکړ چې د دغه هېواد اوبتلونه به په اټومي ځواک سمبال شي. د کینبرا، واشنګټن او لندن ترمنځ د شوي تړون له مخې، د اسټرالیا د اوبتلونو د تجهیز لپاره اړین رازونه او معلومات باید د امریکا له خوا او اړین اټومي مواد له انګلستان څخه ورکړل شي.
د مطلب کود: 295589