د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په دې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۴۰۱۳۹ تنو ته رسیدلی دی.
د غزې د شهیدانو شمېر ۴۰ زره ۱۳۹ تنو ته ورسېد
30 اسد 1403 ساعت 10:26
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په دې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۴۰۱۳۹ تنو ته رسیدلی دی.
آوا: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې څخه په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۰ زره ۱۳۹ تنو او د زخمیانو شمیر ۹۲ زره او ۷۴۳ تنو ته رسیدلی دی.
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۴۰ کسان شهیدان او ۱۳۴ نور ژوبل شول.
له بلې خوا فلسطیني سرچینو د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو له خوا د غزې په تړانګې د بمبارۍ په ترڅ کښې د یوه بل فلسطیني خبریال د شهادت خبر ورکړ.
د دې احصایې له مخې د ټولو شهیدانو ۳۳ سلنه ماشومان، ۸.۶ سلنه یې سپین ږیري او ۸.۴ سلنه یې ښځې دي، چې د ټولو شهیدانو ۵۱،۴ سلنه یې ماشومان او ښځې دي.
د مطلب کود: 295573