د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي سرمفتش (سیګار) په خپل یوه راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د څه باندې ۹ میلیاردو ډالرو په لګولو سره امریکا ناکامه شوه.
د سیګار راپور؛ د ۹ میلیاردو ډالرو په لګولو سره امریکا د افغانستان د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې ناکامه شوه
30 اسد 1403 ساعت 9:41
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي سرمفتش (سیګار) په خپل یوه راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د څه باندې ۹ میلیاردو ډالرو په لګولو سره امریکا ناکامه شوه.
آوا - کابل: سیګار لیکلي، په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې د ۹ میلیارده ډالرو په لګښت له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ولګولې خو پهخپلو هڅو کې پاتې راغلې.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي مفتش یا "سیګار" په ایکس پاڼه کې لیکلي: د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۳ مه د اسلامي امارت مشر هبت الله اخندزاده یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې تولید، خرڅلاو په افغانستان کې به د ټولو نشه يي توکو پر پروسس او مصرف بندیز ولګول شي
دې بندیز تر دې دمه د کوکنارو کښت په ډراماتیک ډول کم کړی دی او دا پوښتنې راپورته کوي چې څنګه طالبان په ښکاره ډول د مخدره توکو سره په مبارزه کې بریالي شول پداسې حال کې چې متحده ایالاتو او د هغه ایتلافي ملګرو په 20 کال کې نږدې 9 ملیارد ډالر مصرف کړي چې دوی ناکام شوي.
د اسلامي امارت د مشر له سپکاوي وروسته حکومتي چارواکو په رسمي ډول د نشه يي توکو پر تولید او قاچاق بندیز ولګاوه.
د خپلواکو بنسټونو د راپور له مخې، په هېواد کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق شاوخوا ۹۰ سلنه له منځه تللى دى.
د مطلب کود: 295569