کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بدخشان په پوهنتون کې د کمپيوټر د روزنې مرکز جوړ شو

30 اسد 1403 ساعت 9:25

د بدخشان پوهنتون مسوولين وايي، چې په دغه پوهنتون کې د يو نيم ميليون افغانيو په لګښت د کمپيوټر د زده کړې يو مرکز جوړ شوى، چې په يوه کورس کې د ۲۴۰ محصلينو د جذب وړتيا لري.


آوا - مزارشریف: دبدخشان پوهنتون د خپرونو رييس صلاح الدين قاريزاده په دغه پوهنتون کې دکمپيوټر د پروګرامونو د روزنې د مرکز د جوړولو خبر ورکړ او ويې ويل چې دغه مرکز د مرکزي آسيا د پوهنتون د مسلکي او دوامدارو زده کړو له خوا د یوه نيمو مليونو افغانیو په لګښت جوړ او فعال شوى دى. 

هغه زياته کړه، د کمپيوټر پروګرامونو روزنيز مرکز په بدخشان پوهنتون کې د سلګونو محصلينو لپاره د کمپيوټر د زده کړې زمينه برابروي او په يوه کورس کې د ٢٤٠ محصلينو د جذب وړتيا لري.

قاريزاده وويل چې پخوا په بدخشان پوهنتون کې دا ډول مرکز موجود و، خو دومره ظرفيت يې نه درلود او د محصلينو اړتيا يې نه شي پوره کولى.

په همدې حال کې دبدخشان ولايت دپوهنې رياست يو شمير محصلين په خوښۍ سره وايي : پخوا به دکمپيوټر ساينس محصلينو ته دکمپيوټر دټولو پروګرامونو زده کړه ممکنه نه وه خو اوس دغه ستونزه هواره شوې ده .

د یادونې وړ ده چې د بدخشان پوهنتون د هېواد په شمال ختیځ کې یو له مشهورو ښوونیزو مرکزونو څخه دی چې زرګونه محصلین پکې زده کړې کوي.


د مطلب کود: 295560

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295560/د-بدخشان-په-پوهنتون-کې-کمپيوټر-روزنې-مرکز-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com