د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د پاکستان د ځانګړي استازي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې افغانستان هیڅ هیواد ته ګواښ نه دی.
د پاکستان د ځانګړي استازي خبرو ته د اسلامي امارت غبرګون: افغانستان هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی
29 اسد 1403 ساعت 13:37
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د پاکستان د ځانګړي استازي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې افغانستان هیڅ هیواد ته ګواښ نه دی.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن دوشنبه (د اسد ۲۹) په ایکس پاڼه کې د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان هیڅ هیواد ته ګواښ نه دی.
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت په ښکاره ویلي چې اجازه به ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد د امنیت پر ضد وکارول شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د کوم ځانګړي هیواد یا مشخص کس د نوم له اخیستو پرته وویل چې په دې برخه کې هر ډول اندیښنې په کلکه ردوو او یو ځل بیا وایو چې د افغانستان ټوله جغرافیه د اسلامي امارت د ځواکونو په واک کې ده.
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني ویلي و، چې د سپټمبر د یوولسمې د حملې په څېر یوه بله حمله ښايي له افغانستان څخه رامنځته شي.
ایکسپریس ټریبیون د دراني نوشي له خولې لیکلي، چې د افغانستان اوسنۍ ۹۷ سلنه وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي او ۵۲ سلنه یې په حقیقت کې پر نړیوالو بشري مرستو متکي دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي هم خبرداری ورکړی، چې په خراسان کې د داعش په ګډون د بېلابېلو ترهګرو ډلو شتون د سیمې او بهر لپاره یوه ستره ننګونه ده.
د مطلب کود: 295533