د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اعلان وکړ چې د دغه وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (ETRA) د سیم کارتونو د ښه ثبت او مدیریت لپاره یو پرمختللی سیسټم جوړ کړی دی.
په هیواد کې د سیم کارتونو د ښه ثبت لپاره د پرمختللي سیستم جوړول
29 اسد 1403 ساعت 13:34
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اعلان وکړ چې د دغه وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (ETRA) د سیم کارتونو د ښه ثبت او مدیریت لپاره یو پرمختللی سیسټم جوړ کړی دی.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (TRA) د ښه ثبت لپاره یو پرمختللی سیستم پلی کړی دی.
الکوزی وايي، د دغه سیستم پر بنسټ ټول مخابراتي شرکتونه د احصایې ملي ادارې له لارې د سیم کارت د ثبتولو پر مهال د پېرودونکي هویت تاییدوي.
تر دې مخکې د مخابراتو وزارت اعلان کړی و، چې د سیم کارتونو د ثبت بهیر له پیل راهیسې تر اوسه د دغه وزارت په سیستم کې له ۱۰ میلیونو ډېر سیم کارتونه ثبت شوي دي.
باید وویل شي، چې یو شمېر ښاریان په ځینو مخابراتي شرکتونو کې د سیم کارتونو د ثبت په بهیر کې له ګڼې ګوڼې څخه شکایت کوي.
د مطلب کود: 295532