د صهیونیسټي پوځ راډیو په تل ابیب کښې د موټر په چاودنه کښې د یو صهیونیسټ د وژل کیدو خبر ورکړ.
په تل ابیب کې د موټر بم چاودنې یو صهیونیسټ وژلی دی
29 اسد 1403 ساعت 10:32
د صهیونیسټي پوځ راډیو په تل ابیب کښې د موټر په چاودنه کښې د یو صهیونیسټ د وژل کیدو خبر ورکړ.
آوا: د صهیونیسټی پوځی راډیو په تل ابیب کښې د موټر د چاودنې له امله د یو صهیونیسټ د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
د صهیونیسټي پوځ راډیو د دغه خبر په خپرولو سره ویلي دي چې په تل ابیب کښې د موټر په چاودنه کښې یو صهیونیسټ وژل شوی دی.
دغې صهیونیسټي رسنۍ ویلي دي چې په دغه پیښه کې وژل شوی صهیونیسټي ۵۰ کلن و.
تر اوسه د دې پېښې په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.
له بلې خوا، د اسراییلو چینل 13 اعلان وکړ چې شین بیټ پرون ماښام د تل ابیب په مرکز کې د موټر بم د چاودنې په اړه تحقیقات کوي چې یو کس یې دننه ووژل.
په دې اړه د هادشوټ عبراني چینل اعلان وکړ چې شباک او موساد په تل ابیب کې د دغې چاودنې په اړه څېړنې کوي، خو دوی ادعا کوي چې دا چاودنه جنايي او قومي وه.
د مطلب کود: 295507