د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره شپه (یکشنبه د اسد ۲۸مه) د سیمه ییزو او دوه اړخیزو مسایلو د بحث لپاره د اذربایجان جمهوریت پلازمېنې باکو ته ورسېد.
پوتین اذربایجان ته په دوه ورځني سفر تللی
29 اسد 1403 ساعت 10:30
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره شپه (یکشنبه د اسد ۲۸مه) د سیمه ییزو او دوه اړخیزو مسایلو د بحث لپاره د اذربایجان جمهوریت پلازمېنې باکو ته ورسېد.
آوا: پوتین به د اذربایجان له ولسمشر علییف سره د خبرو پر مهال د دوه اړخیزو همکاریو پر وضعیت او امکاناتو او همدا راز د نړیوالې او سیمه ییزې اجنډا پر اوسنیو مسایلو خبرې وکړي.
د سپوتنیک په وینا، دا اذربایجان جمهوریت ته د پوتین اتم سفر دی، باکو ته یې وروستی سفر د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کې و.
په دې وروستیو کې د روسیې د ملي امنیت د شورا منشي سرګي شویګو ایران ته له سفر او د دغه هیواد له چارواکو سره له کتنې او خبرو وروسته د اذربایجان جمهوریت ته لاړ او له الهام علییف سره یې سلامشورې وکړې.
د مطلب کود: 295506