په تېرو څلورو میاشتو کې له کندهار څخه ۱۲ زره ټنه وچه مېوه صادره شوې ده.
له کندهار څخه دولس زره ټنه وچه مېوه صادره شوې ده
29 اسد 1403 ساعت 9:08
په تېرو څلورو میاشتو کې له کندهار څخه ۱۲ زره ټنه وچه مېوه صادره شوې ده.
آوا: د قندهار د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مطبوعاتي مسوول نورالله نوري د باختر آژانس خبريال ته ویلې: مميزو د هغو وچو ميوو يوه ستره برخه ده چې له قندهار څخه بهرنيو هېوادونو ته صادريږي.
هغه زياته کړه، چې د کندهار ډېره وچه مېوه هند ته صادرېږي.
د مطلب کود: 295497