کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ازبکستانی پانګوال د هېواد په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي

28 اسد 1403 ساعت 14:29

د کانونو او پټروليم وزارت خبر ورکوي، چې د دغه وزارت سرپرست د ازبکستاني شرکتونو له استازو سره وکتل او ويې ويل، ازبکستاني پانګوالو د هېواد د کانونو په سکتور کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.


آوا: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د ازبکستان د کام ګروپ او هوايي شرکتونو له رئیسانو سره وکتل. 
 
د ایریل او کام ګروپ شرکتونو رئیسانو د هېواد په کانونو په ځانګړې توګه د جوزجان په څلورلارې کې د توتي ګاز بلاک په برخه کې د پانګونې په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
 
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په برخه کې د ازبکستان د لېوالتيا هرکلى وکړ او ويې ويل، دغه وزارت هڅه کوي چې ملي او نړيوال پانګوال وهڅوي چې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي او د اقتصادي ودې او پراختيا بهير ګړندى کړي.
 
د یادولو وړ ده چې پرون د ازبکستان د لومړي وزیر په مشرۍ د ازبکستان لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغی او د اسلامي امارت د چارواکو لخوا یې تود هرکلی وشو.


د مطلب کود: 295484

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295484/ازبکستانی-پانګوال-د-هېواد-په-کانونو-کې-پانګونې-ته-لېواله-دي

آوا
  https://www.avapress.com