کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت د رهبر د حکم پر بنسټ یو شمېر ادارو کې نوې ټاکنې شوې دي

27 اسد 1403 ساعت 14:46

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت د رهبر لخوا په نظامي او ملکي ادارو کې نوې ټاکنې شوې دي


آوا: د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، چې اسلامی امارت د رهبر د حکم پر اساس د افغانستان برېښنا شرکت مخکېنی رئیس ملا محمد حنیف حمزه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه، د چارو ادارې لوی ریاست د کادري چارو، اصلاحاتو او د امارت د تشکیلاتو د بیا کتنې ریاست مخکېنی رئیس مولوي حسام الدین صابري، د کانونو او پترولیم وزارت د مالي او اداري معین په توګه، د ۲۰۵ البدر قول اردو د پنځمې سرحدي لواء مخکېنی قومندان ملا امین الله زبیر، د هلمند ولایت ‏د امنیه قومندان په توګه، ملا محمد همایون جهادیار د بغلان ولایت د والي د مرستیال په توګه، د هلمند ولایت مخکېنی امنیه قومندان مولوي عبدالحکیم مبارک، د ۲۰۵ البدر قول اردو د پنځمې سرحدي لواء د قومندان په توګه، د بغلان ولایت د والي مخکېنی مرستیال ملا احمد الله مبارک، ‏د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې د لومړۍ پلي لواء د قومندان په توګه، چارو ادارې لوی ریاست مخکېنی مالي او اداري معاون قاري عبدالولي صدیقي، د اریانا افغان هوايي شرکت د رئیس په توګه، د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مخکېنی معین مولوي حمدالله زاهد، د افغانستان برېښنا شرکت د رئیس په توګه او افغانستان د اوسپنيزي کرښي مخکېنی مالي او اداري مرستیال محمد نعیم اغا، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د رئیس په توګه، ‏د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مخکېنی معین مولوي حمدالله زاهد، د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو د معین په توګه او د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو مخکېنی معین ډاکټر عبدالباري عمر، د افغانستان برېښنا شرکت د رئیس په توګه ټاکل شوي دي./باختر


د مطلب کود: 295429

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295429/د-اسلامي-امارت-رهبر-حکم-پر-بنسټ-یو-شمېر-ادارو-کې-نوې-ټاکنې-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com