کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو د ملاتړ لپاره سیمې ته ننوتی

27 اسد 1403 ساعت 11:28

امریکايي رسنیو ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن قطر، مصر او اشغال شوي فلسطین ته ځي.


آوا: راپورونه وایی چی بلنکن به د اګست په ۱۸ نیټه (یکشنبه) اشغال شوی فلسطین ته داخل شی او د اسرائیلو له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سره به ووینی.

نن سهار (شنبه) په یوه بیان کې جو بایډن ادعا وکړه چې د اوربند، د بندیانو د تبادلې تړون شتون لري او ویلي یې دي، "په سیمه کې هیڅوک باید د دې پروسې د کمزوري کولو لپاره ګام پورته نکړي."

په دې بیان کې، بایډن دا هم ټینګار کړی چې هغه به بلینکن اشغال شوي فلسطین ته واستوي ترڅو "د اسراییلو د امنیت لپاره زما کلک ملاتړ بیا تایید کړي".

د اوربند موافقه، د بندیانو تبادله او د اسماعیل هنیه په وژلو کې د صهیونیسټ رژیم د اقدام په وړاندې د ایران د غبرګون احتمال له هغو موضوعاتو څخه دي چې بلنکن په اشغال شوي فلسطین کښې د خبرو اترو په اړه تمه لري.

دا سفر به په داسې حال کې ترسره شي چې امریکا د اوربند/د بندیانو د تبادلې هوکړې ته د رسېدو هڅې کوي. امریکا، مصر او قطر د اوربند په خبرو اترو کې د منځګړیتوب د اړخونو په توګه اعلان وکړ چې دغه خبرې اترې په ښه فضا کې ترسره شوې.

ټاکل شوې چې د خبرو بل پړاو راتلونکې اوونۍ د مصر په پلازمېنه قاهره کې ترسره شي. ټاکل شوې وه چې د بلینکن سفر څو ورځې مخکې ترسره شوی وای خو د سیمې د وضعیت د ناڅرګندتیا له امله وځنډول شو.


د مطلب کود: 295408

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295408/د-امریکا-بهرنیو-چارو-وزیر-اسراییلو-ملاتړ-لپاره-سیمې-ته-ننوتی

آوا
  https://www.avapress.com