د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي چې د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارفاف نن (شنبه د اسد ۲۷مه) له غرمې مخکې کابل ته راغی او د اسلامي امارت د چارواکو له خوا یې تود هرکلی وشو.
د ازبکستان لومړی وزیر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی
27 اسد 1403 ساعت 11:26
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي چې د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارفاف نن (شنبه د اسد ۲۷مه) له غرمې مخکې کابل ته راغی او د اسلامي امارت د چارواکو له خوا یې تود هرکلی وشو.
آوا - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ازبکستان لومړي وزیر د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له خوا په کابل نړیوال هوایي ډګر کې تود هرکلی وشو.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت کابل ته د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف د سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته کې د ګډون او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د ازبکستان هېواد د تولیداتو د نندارتون پرانیستل ګڼلي دي.
د يادونې وړ ده، چې ټاکل شوې وه، چې د ازبکستان د توليداتو نندارتون نن سهار په کابل کې د افغانستان د نندارتون په مرکز کې پرانيستل شي، خو يو ساعت وروسته د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د دغه نندارتون پرانيسته تر غرمې پورې وځنډوله.
د مطلب کود: 295407