د اسلامي امارت ویاند وايي، د متحده عربي اماراتو د حکومت مشر محمد بن زاید آل نهیان په دوبۍ کې د اسلامي امارت له رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه هېواد له افغان حکومت افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې همکاري کوي.
متحده عربي امارات له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې همکاري کوي
27 اسد 1403 ساعت 10:04
د اسلامي امارت ویاند وايي، د متحده عربي اماراتو د حکومت مشر محمد بن زاید آل نهیان په دوبۍ کې د اسلامي امارت له رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه هېواد له افغان حکومت افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې همکاري کوي.
آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند چې د خپلې روغتیا په موخه متحده عربي اماراتو ته تللی دی او د دغه هېواد د حکومت مشر محمد بن زاید آل نهیان دده و عیادت ته ورغلې دي.
په دې کتنه کې محمد بن زاید آل نهیان د افغانستان د رئیس الوزرا د سفر په اړه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: متحده عربي امارات د بيارغونې په برخه کې له خپل ورور هېواد افغانستان سره مرسته کوي.
د رئیس الوزرا دفتر هم د متحده عربي اماراتو د مشر د عیلدت څخه مننه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ورورګلوۍ د اړیکو په لا قوي کولو يي ټینګار وکړ.
باید یادونه وشي چې دا د اسلامي امارت د رئیبس الوزرا ملا محمد حسن اخند لومړنی بهرنی سفر دی.
د مطلب کود: 295393