آوا: د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان درې اړخیزه اقتصادي غونډه به په کابل کې جوړه شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه غونډه د ازبکستان جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په کوربه توب جوړه شوې وه او په کې د ازبکستان جمهوریت د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې وزیر لازیز قدراتوف او د دغه هېواد د اقتصاد وزارت مرستیال هم ګډون کړی و. د آذربایجان جمهوریت د سوداګرۍ، پانګونې، ترانسپورت، ساختماني موادو او جیولوژیکي علومو په اړه پرون ماسپښین غونډه وشوه.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د سوداګرۍ پر پراختیا، د ټرانسپورټ او لوژستیک په برخو کې د پانګونې او همکارۍ، ساختماني موادو، د هایدرو کاربن او معدني زېرمو د جیولوژیکي اکتشاف، د افغانستان په شمال کې د سمنټو د تولید د پروژې د تطبیق پر میکانیزم، سیمه ییزو همکاریو او له افغانستان څخه د اغېزمنې استفادې په اړه خبرې وشوې. د ورېښمو نوې لار، د اورګاډي پټلۍ او د ایکو په اقتصادي سازمان کې د افغانستان د بیا فعال حضور په اړه خبرې وشوې.
دغه راز په دې کتنه کې راغلي پلاوي ته په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو، په دې برخه کې د پانګونې د ظرفیت او فرصتونو او د افغانستان د لومړیتوبونو په اړه معلومات ورکړل شول.
درې واړو هېوادونو د ورته غونډو او د دايمي کاري ډلې د ځاى او وخت په اړه موافقه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې نن سهار د دغه هېواد د اقتصاد وزارت د مرستيال په مشرۍ يو اذربايجاني پلاوى کابل ته راغلى دى. څو ساعته وروسته د ازبکستان د صنعت د وزیر په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغی.