دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 295248
د هوا پېژندنې ادارې په ۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره وايي، د هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپه سېلابونو د راوتو امکان شته.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هوا پېژندنې ادارې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې سبا (چهارشنبه، اسد ۲۴) د باران او سېلابونو د ورېدو وړاندوینه کړې ده. 
 
د وړاندوینې له مخې به د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اورښت کچه ​​له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
 
د هوا پېژندنې ادارې دغه راز د هېواد په شمال، لوېديځو، ختيځو، سوېلي او مرکزي ولايتونو کې له ٥٠ تر ٨٠ کيلومتره في ساعت په سرعت سره د ورښتونو اټکل کړى دى.
https://avapress.net/vdcfjtd0cw6d10a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته