کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا پېژندنې ادارې په ۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری

23 اسد 1403 ساعت 14:39

د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره وايي، د هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپه سېلابونو د راوتو امکان شته.


آوا - کابل: د هوا پېژندنې ادارې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې سبا (چهارشنبه، اسد ۲۴) د باران او سېلابونو د ورېدو وړاندوینه کړې ده. 
 
د وړاندوینې له مخې به د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اورښت کچه ​​له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
 
د هوا پېژندنې ادارې دغه راز د هېواد په شمال، لوېديځو، ختيځو، سوېلي او مرکزي ولايتونو کې له ٥٠ تر ٨٠ کيلومتره في ساعت په سرعت سره د ورښتونو اټکل کړى دى.


د مطلب کود: 295248

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/295248/د-هوا-پېژندنې-ادارې-په-۸-ولایتونو-کې-سختو-بارانونو-او-سېلابونو-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.net