افغان غږ خبری آژانس: د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ ماسپښين (د اسد ۲۱مه) د کنديوال په کلي کې رامنځته شوې ده.
په خبر کې راغلي دي چې یو "فلانکوچ" ډوله موټر کله چې د فیروزکوه ښار په جنوب کې د " غورقند" د کلي په لور روان وو، له سړک څخه واوښت او چپه شو.
د دې پېښې لامل څرګند نه دی.
د موټر چلوونکو بې احتياطي، غير معياري سړکونه او غير قانوني سرعت په هېواد کې د ترافيکي پېښو له عمده لاملونو څخه بلل کېږي.
تېره ورځ د بهسودو وردګو په څلور لارې کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه ووژل شول.