کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور کې ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول

22 اسد 1403 ساعت 9:27

د غور ولایت په مرکز کې د «فلانکوچ» ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.


آوا: د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ ماسپښين (د اسد ۲۱مه) د کنديوال په کلي کې رامنځته شوې ده.

په خبر کې راغلي دي چې  یو "فلانکوچ" ډوله موټر کله چې د فیروزکوه ښار په جنوب کې د " غورقند" د کلي په لور روان وو، له سړک څخه واوښت او چپه شو.

د دې پېښې لامل څرګند نه دی.

د موټر چلوونکو بې احتياطي، غير معياري سړکونه او غير قانوني سرعت په هېواد کې د ترافيکي پېښو له عمده لاملونو څخه بلل کېږي.

تېره ورځ د بهسودو وردګو په څلور لارې کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه ووژل شول.


د مطلب کود: 295137

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/295137/په-غور-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-دوه-تنه-ووژل-شول-او-پنځه-نور-ټپيان

آوا
  https://www.avapress.net