افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هوا پېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، چې نن (پنجشنبه، اسد ۱۸مه) به نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونه د سختو اورښتونو او سیلابونو شاهد وی.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سختو اورښتونو او سېلابونو ستر مالي زيانونه اړولي دي.