افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه وزارت د «H,HR,D» له خیریه موسسې سره تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه تفاهم لیک پر بنسټ به د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې پر ۳۰۰ یتیمانو او کونډو چې د وروستیو اورښتونو او توپانونو له امله زیانمن شوي، د سولر تختې او سولر تختې وویشل شي.
د يادونې ده، چې په ننګرهار ولايت کې وروستيو ورښتونو د دغه ولايت اوسېدونکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.