کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د وروستیو توفان ځپلو کورنیو ته د ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د تجهیزاتو ویش

17 اسد 1403 ساعت 11:38

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، یوه خیریه موسسه به د ننګرهار د وروستي طوفان له قربانیانو سره د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د سولر تختې او لمریزې تختې مرسته وکړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه وزارت د «H,HR,D» له خیریه موسسې سره تفاهم لیک لاسلیک کړ. 

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه تفاهم لیک پر بنسټ به د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې پر ۳۰۰ یتیمانو او کونډو چې د وروستیو اورښتونو او توپانونو له امله زیانمن شوي، د سولر تختې او سولر تختې وویشل شي.

د يادونې ده، چې په ننګرهار ولايت کې وروستيو ورښتونو د دغه ولايت اوسېدونکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.


د مطلب کود: 294900

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/294900/په-ننګرهار-کې-د-وروستیو-توفان-ځپلو-کورنیو-ته-۲-۵-میلیونه-افغانیو-لګښت-تجهیزاتو-ویش

آوا
  https://www.avapress.net