د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې د لس ګرامه قلمي نسخې او د کوشاني دورې اړوند د ۵۲ کیلو ګرامه قیمتي خاورو د قاچاق مخه نیولې ده.
په کندهار کې د قیمتي خاورو او تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی
17 اسد 1403 ساعت 9:51
د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې د لس ګرامه قلمي نسخې او د کوشاني دورې اړوند د ۵۲ کیلو ګرامه قیمتي خاورو د قاچاق مخه نیولې ده.
آوا - کابل: چارواکي زیاتوي، چې تېره میاشت د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ۱۰ ګرامه مخابره، چې ګومان کېږي د کوشانیانو د دورې څخه وي، ۵۲ کیلو ګرامه قیمتي خاوره ترلاسه او د قاچاق مخه نیول شوې دي.
د دوى په وينا، له يو لړ څېړنو وروسته دغه تاريخي اثار د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست موزيم ته وسپارل شول، څو د لرغونپوهانو له خوا پاک او ثبت شي.
د يادونې وړ ده، چې ډېری هغه تاريخي اثار چې د خلکو له خوا کشف شوي، د هېواد له پولو څخه پاکستان ته قاچاق کېږي.
د مطلب کود: 294887