افغان غږ خبری آژانس: د بنګله دیش په پلازمینه بنګلادیش کې د الزبیر په پنځه ستوریز هوټل باندې د اعتراض کوونکو حمله د دغه هوټل د سوځولو سبب شوې چې له امله یې ۱۸ تنه وژل شوی او ۵۰ نور ژوبل شوی دی.
په همدې حال کې څو ساعته مخکې د بنګله دېش ولسمشر د پارلمان د منحلولو په ترڅ کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر د کور له نظربندۍ څخه د خلاصون امر وکړ.
رسنیو د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر په حواله خبر ورکړی چې د بنګله دیش ولسمشر محمد شهاب الدین د دغه هیواد پارلمان منحل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه له څه باندې یوې میاشتې پراخو اعتراضونو وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه او هند ته وتښتېده.