رسنیو خبر ورکړی، چې په بنګله دېش کې پر یوه هوټل د اعتراض کوونکو برید د هوټل د سوځولو لامل شوی، چې له امله یې ۱۸ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
په بنګله دېش کې پر یوه هوټل د اعتراض کوونکو له برید وروسته اورلګیدنه وشوه
17 اسد 1403 ساعت 9:03
رسنیو خبر ورکړی، چې په بنګله دېش کې پر یوه هوټل د اعتراض کوونکو برید د هوټل د سوځولو لامل شوی، چې له امله یې ۱۸ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
آوا: د بنګله دیش په پلازمینه بنګلادیش کې د الزبیر په پنځه ستوریز هوټل باندې د اعتراض کوونکو حمله د دغه هوټل د سوځولو سبب شوې چې له امله یې ۱۸ تنه وژل شوی او ۵۰ نور ژوبل شوی دی.
په همدې حال کې څو ساعته مخکې د بنګله دېش ولسمشر د پارلمان د منحلولو په ترڅ کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر د کور له نظربندۍ څخه د خلاصون امر وکړ.
رسنیو د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر په حواله خبر ورکړی چې د بنګله دیش ولسمشر محمد شهاب الدین د دغه هیواد پارلمان منحل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه له څه باندې یوې میاشتې پراخو اعتراضونو وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه او هند ته وتښتېده.
د مطلب کود: 294879