افغان غږ خبری آژانس: د بدخشان ولایت د پولیسو ویاند احسان الله کامګار وایی چې نن سهار په یوه کور کې د ګازو د بالون د چاودنې او د چاودیدونکو توکو د اور لګیدو له امله یو تن وژل شوی دی.
هغه زياتوي، چې دغه پېښه د فيض اباد ښار په څلورمه ناحيه کې رامنځته شوې او ډېر مالي زيانونه يې اړولي دي.
هغه زياته کړه، چې چاودنه د يوه کان کېندونکي په کور کې شوې او د ګازو د بالون له چاودنې وروسته اور لګېدلى او د چاودنې زور يې زيات کړى، چې له امله يې ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
کامګر وويل، چې له چاودېدونکو توکو څخه د ماين په چاودنو کې کار اخيستل کېده او يواځې په ماينونو کې کارېدل او د چاودنې له امله رامنځته شوې اور مړ شوى دى.