کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې د ګازو د ډبې د چاودنې له امله يو تن وژل شوى دى

16 اسد 1403 ساعت 14:02

د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ چارواکي د دغه ولايت په مرکز کې د ګازو د يو سلنډر (ډبې) د چاودنې خبر ورکوي او وايي چې په دې پېښه کې يو تن وژل شوى دى.


آوا: د بدخشان ولایت د پولیسو ویاند احسان الله کامګار وایی چې نن سهار په یوه کور کې د ګازو د بالون د چاودنې او د چاودیدونکو توکو د اور لګیدو له امله یو تن وژل شوی دی.

هغه زياتوي، چې دغه پېښه د فيض اباد ښار په څلورمه ناحيه کې رامنځته شوې او ډېر مالي زيانونه يې اړولي دي.

هغه زياته کړه، چې چاودنه د يوه کان کېندونکي په کور کې شوې او د ګازو د بالون له چاودنې وروسته اور لګېدلى او د چاودنې زور يې زيات کړى، چې له امله يې ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

کامګر وويل، چې له چاودېدونکو توکو څخه د ماين په چاودنو کې کار اخيستل کېده او يواځې په ماينونو کې کارېدل او د چاودنې له امله رامنځته شوې اور مړ شوى دى.


د مطلب کود: 294858

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/294858/په-بدخشان-کې-د-ګازو-ډبې-چاودنې-له-امله-يو-تن-وژل-شوى-دى

آوا
  https://www.avapress.net