د پاکستان د بحرانونو د مدیریت ادارې اعلان کړی چې په دغه هیواد کې د سیلابونو له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي دي.
په پاکستان کې سیلابونو لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي دي
16 اسد 1403 ساعت 9:18
د پاکستان د بحرانونو د مدیریت ادارې اعلان کړی چې په دغه هیواد کې د سیلابونو له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي دي.
آوا: د پاکستان د بحرانونو د مدیریت ادارې اعلان کړی چې په ټول هیواد کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، د دغو پېښو په پایله کې ۲۶۳ کورونه او سلګونه هکتاره کرنیزه ځمکه، لسګونه پلونه او لسګونه کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي دي.
د سيمه ييزو رسنيو د راپورونو له مخې، دغو سېلابونو د پاکستان په سندهـ، خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د سېلابونو له امله ۱۷۳۹ کسان مړه شوي او هېواد ته له ۳۰ میلیارد ډالرو ډېر مالي زیان اوښتی دی.
د مطلب کود: 294821