افغان غږ خبری آژانس - کابل: د زابل ولایت د پولیسو ویاند ذبیح الله جوهر هم وایی چې د دغو سیلابونو په پایله کې یو تن وژل شوی او اووه نور ورک دی.
جوهر زیاتوي چې په دې سېلاب کې څلور ماشومان او یوه ښځه په وژل شویو کې شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست په يو شمېر ولايتونو په ځانګړي ډول زابل کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی و.