کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په زابل کې سیلابونو لس تنه وژلي دي

16 اسد 1403 ساعت 9:09

د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له امله لس تنه مړه شوي دي.


آوا - کابل: د زابل ولایت د پولیسو ویاند ذبیح الله جوهر هم وایی چې د دغو سیلابونو په پایله کې یو تن وژل شوی او اووه نور ورک دی.

جوهر زیاتوي چې په دې سېلاب کې څلور ماشومان او یوه ښځه په وژل شویو کې شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست په يو شمېر ولايتونو په ځانګړي ډول زابل کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی و.


د مطلب کود: 294816

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/294816/په-زابل-کې-سیلابونو-لس-تنه-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.net