د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د سختو ورښتونو احتمال اعلان کړی دی.
د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د هوا پېژندنې خبرداری
15 اسد 1403 ساعت 13:13
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د سختو ورښتونو احتمال اعلان کړی دی.
آوا - کابل: د هوا پېژندنې ادارې خبرپاڼه کاږي، چې نن دوشنبه (د اسد ۱۵مه) په نورستان، کونړ، لغمان، میدان وردګو، لوګر، پکتیا، خوست، غزني، زابل، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د واورې ورښت د باران شاهد دی.
تر دې مخکې د هوا پېژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راتلو خبرداری ورکړی و.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سېلابونو مالي زيانونه هم اړولي دي.
د مطلب کود: 294783