دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۹
د مطلب کود : 294690
په فارياب ولايت کې دترافيکي پيښې له امله ١٢ تنه ووژل شوي او ټپيان شوي دی
د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د جوزجان-فاریاب پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله نهه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالله مرادي رسنیو ته وویل چې دغه پېښه نن (چهارشنبه) ماسپښین شاوخوا ۳ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې یو سراچه ډوله موټر له جوزجان څخه د تېرېدو په حال کې و. نوموړی د فاریاب په لور روان و چې په اندخوی ولسوالۍ کې یې له یوه بل موټر سره ټکر وکړ.
 
نوموړي د پېښې پړه د موټر چلوونکو بې احتياطي وبلله او زياته يې کړه، چې په وژل شويو کې شپږ نارينه او درې ښځې هم شاملې دي.
 
څو ورځې وړاندې په شمالي سالنګ کې د يوې بلې ترافيکي پېښې له امله لسګونه کسان مړه او ټپيان شول.
 
په دې ورستیو اونیو کې په هیواد کې ګڼ شمیر ترافیکي پیښې رامنځته شوي دي.
 
د دغو ترافيکي پېښو لامل د سړکونو خرابوالى او د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل شوې ده.
https://avapress.net/vdcf1jd0xw6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته