کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فارياب ولايت کې دترافيکي پيښې له امله ١٢ تنه ووژل شوي او ټپيان شوي دی

14 اسد 1403 ساعت 8:49

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د جوزجان-فاریاب پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله نهه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.


آوا - مزارشریف: د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالله مرادي رسنیو ته وویل چې دغه پېښه نن (چهارشنبه) ماسپښین شاوخوا ۳ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې یو سراچه ډوله موټر له جوزجان څخه د تېرېدو په حال کې و. نوموړی د فاریاب په لور روان و چې په اندخوی ولسوالۍ کې یې له یوه بل موټر سره ټکر وکړ.
 
نوموړي د پېښې پړه د موټر چلوونکو بې احتياطي وبلله او زياته يې کړه، چې په وژل شويو کې شپږ نارينه او درې ښځې هم شاملې دي.
 
څو ورځې وړاندې په شمالي سالنګ کې د يوې بلې ترافيکي پېښې له امله لسګونه کسان مړه او ټپيان شول.
 
په دې ورستیو اونیو کې په هیواد کې ګڼ شمیر ترافیکي پیښې رامنځته شوي دي.
 
د دغو ترافيکي پېښو لامل د سړکونو خرابوالى او د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل شوې ده.


د مطلب کود: 294690

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/294690/په-فارياب-ولايت-کې-دترافيکي-پيښې-له-امله-١٢-تنه-ووژل-شوي-او-ټپيان-دی

آوا
  https://www.avapress.net