په شيبر ولسوالۍ کې نن د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او دوه نور ټپيان شول.
په باميان کې په يوه ترافيکي پېښه کې ٧ تنه مړه او ټپيان شول
13 اسد 1403 ساعت 9:25
په شيبر ولسوالۍ کې نن د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او دوه نور ټپيان شول.
آوا - بامیان: نن (جمعه د اسد ۱۲) سهار شاوخوا لس بجې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي.
د باميان ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د "کرولا" موټر چې له کابل څخه د باميان ولايت د پنجاب ولسوالۍ پر لور روان و، د "کرولا" موټر د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله له يوه بار وړونکي موټر سره ټکر شو. د شيبر ولسوالۍ په پايموري سيمه کې د دغې ترافيکي پېښې له امله د دوو ښځو او درېيو نارينه وو په ګډون پنځه تنه مړه او د يوه ځوان او يوه ماشوم په ګډون دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د دغه خبر له مخې، د باميان والي مولوي عبدالله سرحدي او د باميان ولايت د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې رييس د دغې ترافيکي پېښې له اورېدو سره سم د پېښې ځاى ته ورغلل او ټپيان يې روغتون ته ولېږدول.
د مطلب کود: 294630