کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ختیځ اسیا کې وژونکی ګامي طوفان/ په چین کې ۳۰ تنه مړه او ۳۵ تنه لادرکه دي

13 اسد 1403 ساعت 9:19

د چین په خونان ښار کې د "ګامي" طوفان له امله لږ تر لږه ۳۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ تنه لادرکه شوي دي.


آوا: دغه طوفان د افغانستان په اتو ولایتونو کې سړکونه، بریښنا او د ټیلیفون لینونه زیانمن کړی دی.

گامي طوفان په تیرو اتو کلونو کې د تایوان په ټاپو وزمه کې ترټولو لوی طوفان دی. 

د ګامي طوفان سرعت اوس په ساعت کې ۲۲۷ کیلومترو ته رسېدلی، چې دا په لوېدیځ آرام سمندر کې یو له قوي طوفانونو څخه دی.

د گامي طوفان اوس د دوکسوري د طوفان سره پرتله کیږي چې تیر کال چین ته راغی. هغه مهال دغه طوفان په دغه اسیايي هیواد کې ۳۰ میلیارده یورو زیان اړولی و.

ځايي چارواکي وايي، دغه توفان سخت بارانونه راوړي، چې ښاري او کليوالي سيمو ته يې سخت زيانونه اړولي دي.


د مطلب کود: 294628

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/294628/په-ختیځ-اسیا-کې-وژونکی-ګامي-طوفان-چین-۳۰-تنه-مړه-او-۳۵-لادرکه-دي

آوا
  https://www.avapress.net