کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ښوونځي د اوړي رخصتي د لسو ورځو لپاره وغځول شوه

11 اسد 1403 ساعت 9:07

د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې د ګرمې هوا له امله د ښوونځیو د اوړي رخصتي لس ورځې نوره هم غځول شوې ده.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد وزارت د رئیس د ځانګړي فرمان له مخې د ښوونځیو د اوړي رخصتي تر لسو نورو ورځو پورې غځول شوې ده. 

په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد په سړو او ګرمو سیمو کې د خصوصي او دولتي ښوونځیو د رخصتیو د غځولو لامل د تودوخې زیاتوالی دی.

د پوهنې وزارت وايي، په ټول هېواد کې به د ښوونځیو درسي بهیر د روان کال د اسد میاشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ پیل شي.

د يادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت تر دې وړاندې زده کوونکو ته لس ورځې رخصتي ورکړې وه.


د مطلب کود: 294540

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294540/د-ښوونځي-اوړي-رخصتي-لسو-ورځو-لپاره-وغځول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com