د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د مشر اسماعیل هنیه له شهادت وروسته د اسلامی امارت مختلفو چارواکو د صهیونیسټ رژیم دغه جنایت ته غبرګون وښود او صهیونیسټانو ته یې وویل چې دا ډول شهادتونه د آزادۍ نښه ده .
د اسماعیل هنیه د شهادت په اړه د اسلامي امارت د چارواکو غبرګون:
صهیونیسټان باید پوه شي چې دا ډول شهادتونه د آزادۍ نښه ده
11 اسد 1403 ساعت 8:57
د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د مشر اسماعیل هنیه له شهادت وروسته د اسلامی امارت مختلفو چارواکو د صهیونیسټ رژیم دغه جنایت ته غبرګون وښود او صهیونیسټانو ته یې وویل چې دا ډول شهادتونه د آزادۍ نښه ده .
آوا - کابل: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پرون چهارشنبه د اسد ۱۰ مه د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د شهادت په اړه غبرګون وښود او په ایکس پاڼه کې وویل چې د اسماعیل هنیه شهادت به ظاهراً د مسلمانانو لپاره بد خبر وي، خو تاریخ ثابته کړې چې دا ډول شهادتونه جهادي کرښې پیاوړې کوي.
د ده په وینا د داسې سترو مسلمانو انسانانو شهادت یو بل د یووالي په تار کې تړلی دی.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند وويل چې صهيونېسټان بايد پوه شي چې دا ډول شهادتونه د آزادۍ نښه ده.
له بلې خوا د بدني روزنې او د المپيک د ملي کمېټې رييس احمدالله وثيق په ایکس پاڼه کې د اسماعيل هنيه د شهادت په غبرګون کې وويل، چې د جهاد په لاره کې به د صبر برج نه ماتېږي.
هغه زیاته کړه چې اسماعیل هنیه د شهادت ارمان پوره کړ او د خپل شهید له کورنۍ سره یو ځای شو.
د احمدالله وثیق په وینا، شهید اسماعیل هنیه ۶۶ کاله په سختیو او کړاوونو کې تېر کړل، د جهاد په لاره کې یې د خپلې کورنۍ ۲۲ غړي له لاسه ورکړل.
د اسلامي امارت لوړ پوړي غړي انس حقاني د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د شهادت په غبرګون کښې د فلسطین له ملت سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د داسې سترو انسانانو شهادت د آزادۍ لاره وبلل.
باید وویل شي چې د اسماعیل هنیه شهادت په نړۍ، سیمه او افغانستان کې له توند غبرګون سره مخ شوی دی.
د مطلب کود: 294537