کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هند په جنوب لویدیځ کې د ځمکې ښویدنې له امله لږ تر لږه ۱۶۵ کسان وژل شوي دي

11 اسد 1403 ساعت 8:47

هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په جنوب لوېدیځ کې د کیرالا ایالت په وایناد سیمه کې د ځمکې ښویېدو له امله شاوخوا ۱۶۵ کسان وژل شوي دي. دغه راز په سلګونو کورنۍ د دغه ناورين له امله زيانمنې شوې دي.


آوا: د ایکسپریس انډیا ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند په جنوبي ایالت کیرالا ایالت کې د ځمکې ښویدنې له امله لږ تر لږه ۱۶۵ تنه وژل شوي او سلګونه نور لادرکه دي. دې ورځپاڼې لیکلي چې د قربانیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

ويل کيږي چې د ځمکې ښويېدنه د سه شنبې په سهار رامنځته شوه چې له امله يې کورونه او دوکانونه ويجاړ شول. د دې ناورین اصلي اغیزه د مونډاکي، چورمالا، اتمالا او نولپوزا په کلیو باندې وشوه. دا سیمې د سیندونو د سیلابونو له امله چې د تیږو او خټو جریان لري له مرستو بې برخې شوي دي.

د هندي چارواکو په وینا تر اوسه ۴۸۱ کسان ژغورل شوي او شاوخوا ۳۶۹ کسان ۴۵ پناه ځایونو ته لېږدول شوي دي.

ویل کیږي چې دا ویره شته چې ۹۸ تنه لا هم په خټو کې بند پاتې دي.


د مطلب کود: 294534

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294534/د-هند-په-جنوب-لویدیځ-کې-ځمکې-ښویدنې-له-امله-لږ-تر-لږه-۱۶۵-کسان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com