کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرنې وزارت سرپرست په هېواد کې د چرګانو د سکتور پر ملاتړ ټینګار کوي

10 اسد 1403 ساعت 15:53

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د کابل په ګلباغ سیمه کې د افغاني معیاري چرګانو فارمونو څخه د لیدنې پر مهال په هېواد کې د چرګانو د سکتور د لا زیات ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.


آوا – کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن ازادي راډيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست دا خبرې د یوه غاړو سړک د پرانیستې په مراسمو کې وکړې چې د افغانستان معیاري فارمونه له لویې لارې سره نښلوي. په کابل کې سړک او د چرګانو د سکتور په ملاتړ ټینګار وکړ.
 
د کرنې وزارت سرپرست په هېواد کې د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې د دغه وزارت د هڅو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، دغه وزارت هڅه کوي چې افغانستان د خوراکي توکو پر ځان بسیا شي.
 
هغه وویل، "موږ له دوو کلونو راهیسې له خصوصي سکټور، په ځانګړې توګه د چرګانو له سکتور سره اوږه په اوږه کار کوو او موږ به له هر هغه څه څخه ډډه ونه کړو چې د هېواد د چرګانو د سکتور د بریا سبب شي."
 
ښاغلي عمري دغه راز په هېواد کې د چرګانو د سکتور د پر ځان بسیا کېدو لپاره د لا زیاتو هڅو خبره وکړه او له بزګرانو سره یې د هراړخیزو مرستو پر اړتیا ټینګار وکړ.
 
په همدې حال کې د ګلباغ سیمې ځايي اوسېدونکو او مخورو د کرنې وزارت له رهبرۍ څخه په هېواد کې د کرنې سکتور د ودې لپاره د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
 
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د چرګانو فارم هره ورځ ۲۰۰ زره هګۍ تولیدوي چې ۴۰ کسانو ته په مستقیم او سلګونو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابروي.


د مطلب کود: 294511

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294511/د-کرنې-وزارت-سرپرست-په-هېواد-کې-چرګانو-سکتور-پر-ملاتړ-ټینګار-کوي

آوا
  https://www.avapress.com