د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د پاکستان د «پاراچنار» سیمې په شیعه ګانو باندې د تکفیری ډلو وسله وال برید چې د لسګونو کسانو د شهادت او ژوبل کېدو سبب شو، په کلکه وغانده.
ایران په پاکستان کې پر شیعه ګانو د بریدونو غندنه کړې ده
10 اسد 1403 ساعت 10:42
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د پاکستان د «پاراچنار» سیمې په شیعه ګانو باندې د تکفیری ډلو وسله وال برید چې د لسګونو کسانو د شهادت او ژوبل کېدو سبب شو، په کلکه وغانده.
آوا: د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، دغه جنایت د ټولو مسلمانانو زړونه خواشیني کړي او د دې سیمې د خلکو د مظلومیت د څرګندولو په ترڅ کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وايي، دغه جنایت د ټولو مسلمانانو زړونه خواشیني کړي دي.
کناني زیاته کړه: ایران هر ډول افراطیت چې د اسلامي نړۍ وحدت په نښه کوي غندي او له تکفیري ډلو سره د موثرې مبارزې لپاره د ټولو اسلامي هیوادونو د پیوستون په ضرورت ټینګار کوي.
هغه له تکفیری او ترهګریزو حرکتونو سره په مقابله کښې د پاکستان د حکومت د اقداماتو د قدرونې په ترڅ کښې د وروستیو جنایتونو د عاملانو د ځپلو او د پاراچنار سیمې د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره د کوششونو او پرېکنده اقداماتو په دوام ټینګار وکړ.
د مطلب کود: 294482