کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې په تیرو ۹ میاشتو کې د ۲۶۰،۰۰۰ زیانمن شویوکسان خوراکي توکي ترلاسه کړي دي

9 اسد 1403 ساعت 14:42

د خوړو نړیوال پروګرام په تېرو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې له ۲۶۰ زره زیانمنو شویو کسانو سره، چې ۳۷ زره کورنۍ کېږي، د خوراکي توکو مرستې اعلان کړې دي.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو سازمان په یوه راپور کې ویلی، چې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو صندوق د دغو مرستو لپاره ۲،۳ میلیونه ډالره ورکړی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق له خوا ورکړل شوې پیسې د اسلامي پراختیايي بانک او د پاچا سلمان د بشري مرستو د مرکز له خوا ورکړل شوې.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړه چې په مرسته شویو خوراکي توکو کې څلور زره مټریک ټنه د غنمو اوړه، ژیړ نخود، د سبزیجاتو غوړي او مالګه شامله ده.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان یو پر دریمه برخه وګړي له لوږې سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو تل په افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتوالي په اړه راپورونه خپاره کړي، چې له مخې یې په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او له دې جملې څخه تر ۱۲ میلیونو ډېر خلک له سختې لوږې سره مخ دي.


د مطلب کود: 294434

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294434/په-افغانستان-کې-تیرو-۹-میاشتو-د-۲۶۰-۰۰۰-زیانمن-شویوکسان-خوراکي-توکي-ترلاسه-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com