کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې په درې ورځني نندارتون کې د څه باندې درې زره کتابونو ټوکونه نندارې ته وړاندې شول

9 اسد 1403 ساعت 9:05

په ورته وخت کې په کابل کې د "اقرا" کتابونو درې ورځني نندارتون پرانېستل شو، چې د دغه نندارتون تنظیموونکي وايي، چې په دغه نندارتون کې شاوخوا درې زره کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.


آوا - کابل: په کابل کې د "اقرا" کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو. د مومني خپرندويې ټولنې استازي او د دغه نندارتون يو تن تنظيموونکي فاروق محمودي د آوا له خبريال سره په مرکه کې وويل: موږ د کورنيو علمي او فرهنګي اثارو د معرفي کولو په موخه له هرات ولايت څخه شاوخوا درې زره ټوکه کتابونه کابل ته راوړي دي.

ده په دې باندې په ټينګار سره چې په راتلونکو نندارتونونو کې به د پښتو او ازبکي ژبو د خپرونکو د استفادې لپاره هلې ځلې وشي زياته کړه: په دې نندارتون کې زياتره کتابونه په فارسي ژبه دي.

ښاغلي محمودي زیاته کړه چې موږ هڅه کوو چې په نندارتونونو کې ډیجیټل کتابونه په "PDF او غږیز" بڼه وړاندې کړو.

له بلې خوا د اقتصاد پوهنځي محصل عبدالواحد کریمي د آوا له خبریال سره په مرکه کې په هېواد کې د کتابونو د نندارتونونو د ترسره کېدو په اړه وویل: سرپرست حکومت هڅه کړې چې د کتابونو د هڅونې لپاره د دا ډول نندارتونونو د جوړولو زمینه برابره کړي. 

دغه محصل په ټولنيزو شبکو کې د ځوانانو د زيات شتون زيانونو ته په اشارې سره روږديتوب يو له خطرناکو زيانونو څخه وباله او زياته يې کړه؛ د ډیجیټل وسایلو لکه کمپیوټر، ګرځنده تلیفونونو او د ډله ایزو اړیکو د نورو وسیلو ډیر کارول نه یوازې دا چې وخت ضایع کوي، بلکې د رواني ستونزو، د سترګو کمزوری، ذهني او فکري انحصار او نورو منفي پایلو لامل کیږي.

نوموړي د مطالعې تر ټولو ښه لار له چاپي او فزيکي کتابونو څخه ګټه پورته کړه او ويې ويل: زه تل چاپ شوي کتابونه پخپله لولم.

باید وویل شي، چې نن د یو شمېر چارواکو په شتون سره د کابل ښار په پارک کې د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.


د مطلب کود: 294379

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294379/په-کابل-کې-درې-ورځني-نندارتون-د-څه-باندې-زره-کتابونو-ټوکونه-نندارې-ته-وړاندې-شول

آوا
  https://www.avapress.com