کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت ریاست په کابل کې د پاسپورټ غوښتونکو د امنیت د تامین ډاډ

9 اسد 1403 ساعت 9:03

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د عامه ساتنې معینیت وايي، د دې ادارې ځواکونه د غوښتونکو او هغو کسانو امنیت تامینوي چې د کابل ولایت د پاسپورټ عمومي ریاست ته مراجعه کوي.


آوا: د عامه ساتنې د پولیسو مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه د اسد ۸ مه) آوا ته یوه خبرپاڼه رالېږلې او لیکلي یې دي: د عامه ساتنې منسوبین د پاسپورت په ریاست کې د امنیت د تامین په موخه په خپلو دندو بوخت دي.

د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت رئیس مل پاسوال صالح محمد "نظیم" زیاتوي چې د عامه ساتنې ځواکونه نه یوازې په مرکز، بلکې په ولایتونو کې هم د پاسپورت ریاست د امنیت ساتلو مسوولیت لري. 

په کابل کې د پاسپورټ غوښتونکو له ډلې څخه ګل اغا له خلکو سره د عامه امنیتي ځواکونو چلند ستايي او وايي چې دغه ځواکونه له خلکو سره ښه اخلاق لري او د پاسپورټ په ریاست کې یې نظم رامنځته کړی، څو هر څوک وکولای شي له دې کاره لاس واخلي. 

په همدې حال کې د دغه وزارت د پلان او عملیاتو عمومي رئیس مولوي خلیل الرحمن زاهد وايي، چې په ولایتونو او د دوی په سیمو کې د عامه امنیت ریاست منسوبینو له نورو امنیتي ځواکونو سره په مساوي توګه په ټولو دندو کې پراخ رول لوبولی دی. 

باید وویل شي، چې هره ورځ زرګونه کسان په کابل او ولایتونو کې د پاسپورتونو عمومي ریاست ته د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره ورځي.


د مطلب کود: 294378

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294378/د-کورنیو-چارو-وزارت-عامه-امنیت-ریاست-په-کابل-کې-پاسپورټ-غوښتونکو-تامین-ډاډ

آوا
  https://www.avapress.com