کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات ولایت ته د ترکمنستان د ریل پټلۍ د رئیس د سفر هدف د سوداګریزو اړیکو پراختیا

8 اسد 1403 ساعت 9:58

د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې دغه ولایت ته د ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ د رئیس د سفر او د هرات له والي سره د کتنې خبر ورکړی او زیاتوي چې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.


آوا: د هرات د والي د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، د ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ رئیس د یوه شپږ کسیز پلاوي په مشرۍ د دغه ولایت له والي نوراحمد اسلام جار سره وکتل. 

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ترکمنستان د ریل پټلۍ رئیس آزاد عطاء مرادوف او ورسره مل پلاوي د هرات له والي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د هرات – تورغونډۍ د اورګاډي کرښې د جوړولو او د دغه هېواد د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې. 

ويل کيږي چې د هرات والي دغه پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې په بېلابېلو برخو کې د هرات – تورغونډۍ اورګاډي پټلۍ د جوړولو د بهير د چټکتيا په برخه کې د سيمه ييزې ادارې د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ.

همدا راز د دې ناستې په پای کې د ترکمنستان پلاوي وړاندیز وکړ چې د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونه او کارپوهان د هرات – تورغونډۍ د اورګاډي له کرښې څخه لیدنه وکړي.


د مطلب کود: 294307

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294307/هرات-ولایت-ته-د-ترکمنستان-ریل-پټلۍ-رئیس-سفر-هدف-سوداګریزو-اړیکو-پراختیا

آوا
  https://www.avapress.com