کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نتانیاهو د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو لپاره روم ته یو پلاوی استوي

6 اسد 1403 ساعت 10:16

د غاصب صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر د حماس او د غاصب رژیم ترمینځ د جنګ د ختمولو لپاره د خبرو لپاره روم ته یو پلاوی استوي.


آوا: د غاصب رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وايي، د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره به یو پلاوی روم ته استوي.

په غزه کښې د صلحې او اوربند د رامینځته کولو لپاره د امریکا، مصر، قطر او صهیونیسټ رژیم څلور اړخیزه غونډه سبا د یکشنبې په ورځ د ایټالیا په پلازمینه کښې جوړیږی.

په ورته وخت کې نتانیاهو د امریکا د ډیموکراټ ګوند د نوماندې کمالا حارث څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې دي، د غزې د "تراژیدۍ" په اړه به چوپه خوله به پاتې نه شي. 

په همدې حال کې د غاصب رژیم لومړي وزیر د پنجشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر جوبایډن او د هغه له مرستیالې کملا هاریس سره د اوربند پر هڅو خبرې وکړې.

بايد يادونه وشي چې بريتانيا نور نه غواړي د بنيامين نتنياهو د نيولو د حکم په صادرولو کې د جرمونو د نړيوالې محکمې د غوښتنې ننګه وکړي.


د مطلب کود: 294200

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294200/نتانیاهو-د-جګړې-پای-ته-رسولو-لپاره-خبرو-اترو-روم-یو-پلاوی-استوي

آوا
  https://www.avapress.com