کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان ولایت کې ترافیکي پېښې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي

6 اسد 1403 ساعت 9:55

د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د دوو ښځو او یو ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.


آوا - کابل: د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ د ترافيکو مدير محمد نذير سعد وايي، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې يو کرولا موټر له مزارشريف ښار څخه کابل ته پر لاره و، د "هینو" ډوله موټر سره ټکر شوی دی.

نوموړی زیاتوي، چې د دې پېښې په پایله کې د "کرولا" موټر شپږ تنه سپرلۍ چې د یوې کورنۍ غړي او د بلخ اوسېدونکي وو، وژل شوي دي.

د سعد په وينا، دا پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې او ټپيان د سمنګانو ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د موټر چلوونکو بې احتياطي، د ترافيکي قوانينو نه مراعت او د سړکونو خرابوالى په افغانستان کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې اعلان وکړ چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۸۲۹ ترافیکي پېښې شوي چې په پایله کې یې ۱۱۴۱ تنه مړه او ۳۷۱۷ تنه ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 294191

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294191/په-سمنګان-ولایت-کې-ترافیکي-پېښې-د-یوې-کورنۍ-شپږ-غړي-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com