کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاپي پروژې د ګڼو ستونزو حل؛ په افغانستان کې د دغې پروژې د عملي کار د پیل لپاره چمتووالی نیول شوی دی

6 اسد 1403 ساعت 9:29

په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او په کابل کې د ترکمنستان سفیر په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي پیل خبره کوي، د کانونو او پټرولیم وزارت ټینګار کوي چې په هېواد کې د دغې مهمې پروژې د پیل لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی. 


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د اسد د میاشتې په ۴ مه اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقی او په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف دیپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا او په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي پیل په اړه خبري کړي دي.

ښاغلي متقي د ټاپي پروژه د افغانستان له مهمو لومړیتوبونو څخه وبلله او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې اړوندې ادارې هڅه کوي چې د ټاپي پروژې تخنیکي چارې بشپړې او عملي چارې یې پیل کړي.

په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د ټاپي پروژې د کار د پیل لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان ټینګار کوي چې په هېواد کې امنیت تامین شوی او د ټاپي پروژې د لارې په اوږدو کې د ځمکې د استملاک په برخه کې شته ننګونې حل شوي او د سیمې هېوادونه باید په دې پروژه کار پیل کړي.

هغه طلوع نیوز ته وویل: «دا یوه له سترو پروژو څخه ده. په افغانستان کې ډېرې ستونزې شته، امنیتي، تخنیکي او د ځمکو د استملاک مسایل په افغانستان کې لویې ننګونې دي، چې تر اوسه یې ډېرې ستونزې حل شوي او وړې وړې ستونزې پاتې دي، چې ډېر ژر به حل شي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي په وینا، د دې پروژې د پیل اساسي ستونزه د بودیجې ستونزه ده او باید د بودیجې د لګولو په برخه کې کار وشي.


د مطلب کود: 294183

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294183/د-ټاپي-پروژې-ګڼو-ستونزو-حل-په-افغانستان-کې-دغې-عملي-کار-پیل-لپاره-چمتووالی-نیول-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com