کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت سرپرست:

هیڅوک حق نه لري چې له جواز پرته وسلې واخلي/ د پولیسو شمېر ۲۳۰ زرو ته رسېږي

5 اسد 1403 ساعت 11:53

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د "امنیتي ځواکونو د ستاینې" په پروګرام کې وویل چې هیڅوک اجازه نه لري چې په هیواد کې له جواز پرته وسلې واخلي. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د پولیسو شمېر شاوخوا ۲۳۰ زرو ته رسېدلی دی.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي، هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې په هیواد کې له جواز پرته وسلې وګرځوي. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د پولیسو شمېر شاوخوا ۲۳۰ زرو ته رسېدلی دی.
 
سراج الدین حقاني ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې ټولې وسلې او پوځي تجهیزات د امنیتي ځواکونو په واک کې دي او هیڅوک دې د غیر مسوولو کسانو له خوا د دې تجهیزاتو د کارولو په اړه اندیښنه ونلري.
 
د کورنیو چارو سرپرست وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې هېڅ داسې ډله نشته چې موقت حکومت ته ګواښ پېښ کړي.
 
حقاني په بهر کې پر ټولو هغو کسانو غږ وکړ چې "د افغان رژیم پر ضد فکر کوي" هېواد ته راستانه شي او د خلکو او رژیم تر څنګ ودرېږي.
 
په همدې حال کې د ملي دفاع سرپرست وزیر یعقوب مجاهد ټینګار کړی، چې ډېر ژر به د هېواد د هوايي حریم کنټرول په خپل لاس کې واخلي او زیاته یې کړه، چې د هېواد له هوايي حریم څخه سرغړونکو ته به په خپلو امکاناتو ځواب ورکړي.
 
هغه د افغانستان په هوايي حریم کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې بې احترامي وبلله.
 
مجاهد وویل، «زموږ مشوره دا ده چې له هوايي حریم څخه سرغړونه مه کوئ، که نه نو افغانان به د خپل وس مطابق ځواب ورکړي.»


د مطلب کود: 294168

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294168/هیڅوک-حق-نه-لري-چې-له-جواز-پرته-وسلې-واخلي-د-پولیسو-شمېر-۲۳۰-زرو-ته-رسېږي

آوا
  https://www.avapress.com