کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۹۱۴۵ تنو ته رسیدلی دی

4 اسد 1403 ساعت 9:37

د فلسطین د روغتیا وزارت په خپل تازه راپور کې اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۳۹۱۴۵ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۹ زره ۱۴۵ او د زخمیانو شمیر ۹۰ زره ۲۵۷ تنو ته رسیدلی دی.

دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټی رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په غزې تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۵۵ کسان شهیدان او ۱۱۰ نور ژوبل شول.

د غزې د روغتیا وزارت ټینګار کړی چې د جګړې له ۷۰ سلنې څخه زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي او د غزې په تړانګه کې تر لسو زرو زیات کسان لادرکه او تر خاورو لاندې دي.


د مطلب کود: 294120

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294120/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۳۹۱۴۵-تنو-ته-رسیدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com